د اوونۍ غوره خبرونه

لسمشر محمد اشرف غني وايي، د ۱۴۰۰ کال په لومړیو سلو ورځو کې به سل ملي پروژې پرانېستل شي چې پیل به یې له کمال خان بند څخه کېږي. ولسمشر غني  د ۱۴۰۰ لمریز کال د مبارکۍ وړاندۍ کولو ترڅنګ هیله وښوده چې نوی کال به په هېواد کې د سراسري سولې د تامین شاهدان واوسو. په دې غونډه کې کابینې د وري ۴مه د اوبو د مدیریت ملي ورځې په توګه تصویب کړه او د ۱۴۰۰ کال په کالیزه کې د یادې ورځې د درج کولو لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونه موظف کړل.

  • 29 كب 1399